میدان وردګ؛ جلرېز ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې په ۱۰۰ او ۲۰۰ متره واټڼ کې ترسره شوې، چې په ۱۰۰ متري واټن کې فردین لومړی، نویدالله دویم او ذکي الله درېیم مقام خپل کړ او همداراز په ۲۰۰ متري واټن کې بیا نصرت الله لومړی، امرالله دویم او نور محمد درېیم مقام خپل کړ.
