پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او ټاکل شوې ډالۍ یې ترلاسه کړې.
