په کابل کې د "اع.داد الج.هاد" په نوم د بېلابېلو ورزشي څانګو ورزشي کلب پرانيستل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۰:۴۴
په کابل کې د "اع.داد الج.هاد" په نوم د بېلابېلو ورزشي څانګو ورزشي کلب پرانيستل شو

د کابل ولايت اړوند قلعه زمان خان سيمه کې د لس لکه افغانيو په ازښت د بېلابېلو ورزشي څانګو ورزشي کلب پرانيستل شو.

په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش د مالي او اداري چارو رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي، د ياد رياست د اطاعاتو او عامه پوهاوي رئيس الله محمد اتل مشواڼي، د یاد کلب مسول خوشحال سروري، د يادې سيمې امنيتي مسوولينو، ورزشکارانو او ورزش مينوالو ګډون کړی و.

په پيل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د مالي او اداري چارو رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي ګډونوالو ته وینا وکړه او وې ویل: موږ د ورزش په ډګر کې د ټولو ورزشي رشتو ملاتړ کوو، ورزش د صحت ضامن دی او بايد د صحت، غوره عبادت او هیواد لپاره ترسره شي. ښاغلي هاشمي زياته کړه: زموږ ټولنه اسلامي ټولنه ده، کوښښ بايد وشي چې په نړيواله کچه زموږ ورزشکاران له نورو سره هر اړخيز توپير ولري.

ورپسې د نوموړي رياست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئيس اتل مشواڼي خبرې وکړې لومړی یې د یاد کلب د پرانیستې مبارکي ورزشکارانو او د کلب مسولینو ته ورکړه او زیاته یې کړه : ورزش په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دی او وينو چې په تېزۍ سره له مرکز څخه ولايتونو او له ولايتونو څخه ان تر کليو رسېدلی دی او لا هم د ورزش اداره کار کوي، چې نوره پراختيا ورکړي.

ښاغلي مشواڼي وويل: ورزش نه يوازې دا چې په هيواد کې دننه ښه روان دی، بلکې له هيواد څخه دباندې هم ښه ثابت شوی او لويې لاسته راوړنې مو درلودلې دي، ده په وروستيو کې د چين اسيايي المپیکي سياليو، همداراز د تکواندو، فوټسال، فوټبال، والیبال او نورو څانګو د ورزشکارانو لاسته راوړنې يادې کړې.

همدا راز ښاغلي اتل زیاته، چې د رزمي ورزشونو ټول کلبونه باید د هیواد د ورزش ادارې د طرزالعمل مطابق خپل فعالیتونه په مخ یوسي.

ورپسې د پرانيستل شوي اع.داد الج.هاد کلب مسوول خوشحال سروري خبرې وکړې زياته يې کړه: موږ هڅه کوو، چې د ورزشکارانو لپاره کار وکړو او دوی ته د ورزش په ډګر کې پراخې اسانتياوې رامنځته کړو، ترڅو د هیواد لپاره په راتلونکې ویاړونه راوړي.

د يادونې وړ ده، چې په دغه ورزشي کلب کې د بېلابېلو رشتو ورزشکارانو ورزش ترسره کولی شي او پر يوه وخت د ۵۰۰ کسانو د ځايولو ظرفيت لري .

هېره دې نه وي، چې د يادو مراسمو په اوږدو کې ورزشي نندارې هم ترسره شوې.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۰:۱۷
Background image

دایکندی؛ مسابقات پرتاب سنگ با اشتراک ۲۳ ورزشکار در ولسوالی شهرستان برگزار گردید

رقابت‌های ورزش‌های محلی و عنعنوی پرتاب سنگ از طرف آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت دایکندی میان ۲۳ ورزشکار در کتگوری سنی بزرگسالان برای مدت یک روز در ولسوالی شهرستان دایر گردید.

در انجام. . .

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۰:۱۵
Background image

اعلامیه مطبوعاتی در مورد برگزاری رقابت‌های بین المللی الش و گورش به میزبانی ولایت هرات!

اعلامیه مطبوعاتی در مورد برگزاری رقابت‌های بین المللی الش و گورش به میزبانی ولایت هرات!

#اعلامیه

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۰:۱۱
Background image

غزنی؛ مسابقات فوتسال با اشتراک شش تیم با قهرمانی تیم سیدالش.ه.د.ا به پایان رسید

رقابت‌های فوتسال تحت عنوان جام حذفی از طرف نمایندگی فدراسیون فوتبال ولایت غزنی با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش این ولایت میان ۶ تیم که از یک ماه به اینسو در در مرکز این ولایت ادامه. . .

BACK TO NEWS