په خوست کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د پاورلفټینګ فدراسیون او دوديزو محلي لوبو اړوند د ياد ولايت په مرکز اماني ملي لوبغالي کې د لومړي ځل لپاره د اتو کلبونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو تشویقي سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو پايلوبې ته عصمت متون بابا کلب او واحد لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې متون بابا لوبډلې په درېيو ميدانونو بريا ترلاسه کړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته د قهرمانۍ حکمونه، کپونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.