النصر، الخلود ته په ماتې ورکولو سره خپل درېیم مقام کې پاتې شو

د سعودي عربستان فوټبال پروفیشنل لیګ سیاليو پر دوام، النصر د ۳ – ۱ ګولونو په توپیر الخلود لوبډلې ته ماتې ورکړه او په خپل درېیم مقام کې پاتې شو.
په دغه سیالۍ کې کریستيانو رونالدو، سادیو مانا او جان دوران د خپلې لوبډلې النصر په ګټه ګولونه ووهل.
د سعودي عربستان فوټبال پروفیشنل لیګ کې ۱۸ لوبډلې ګډون لري. د دغه لیګ ۲۵مه اونۍ روانه ده او نهه اونۍ به نور هم دوام ولري