هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د افغانستان په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په سرې کلا فوټبال حوزه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د افغانستان په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې آسيا افغان لوبډلې خپلې سيالې بړيچ افغان لوبډلې ته د ۰/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د دوی لپاره د سالمې تفريح برابرول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.