ننگرهار؛ گوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د دوړخېل شاهانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د دوړخېل شاهانو او لالو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه لالو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۷۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې دوړخېل شاهانو لوبډلې ياد هدف په پنځم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د نهو ویکټو په توپير وگټله.
د ويلو وړ ده، چې يادو سياليو يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.