بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موی تای فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز افغان اتلانو کمپ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د موی تای سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ چې په تک فايټ په ډول د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۴۰ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د ويلو وړ ده، چې يادو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري گټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.