لغمان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ده زیارت کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د حاجي جاوېد الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې حاجي جاوېد الف لوبډلې خپلې سيالې علينگار ځوانانو لوبډلې ته د ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه اوونۍ دوام وکړ او په پای کې لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.