غزني کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کونګ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د استعداد موندنې جام په نوم د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
دغه سيالۍ، چې د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۷۵ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د کونګ فو ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره ورزشکارانو موندل و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو ډالۍ ورکړل شوې.