تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د واليبال لوبو ۳۵ تنو ته د لوبڅارۍ او روزنې سمينار پای ته ورسېده

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د واليبال لوبو ۳۵ تنو ته لومړی پړاو د لوبڅارۍ او روزنې سمينار پای ته ورسېده.
دغه سمينار د واليبال په بېلابېلو برخو کې لوبڅارانو او روزونکو ته د ظرفيت لوړولو په موخه پيل شوی و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.
د ياد سمينار په پای کې د ورزش مسؤلينو له لوري ګډون کوونکو لوبڅارانو او روزونکو ته ستاينليکونه ورکړل شول.