زابل؛ مرکز قلات ښار کې د شل ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د ياد ولايت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د شل ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د عبدالحلیم او عبدالناصر کلبونو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د عبدالحلیم کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.