هرات کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ستاره اسیا جمنازیوم کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۳ تنه ورزشکاران د هرات د فټنس او بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د فټنس او بدن ښکلا ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.