پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کیک بوکسېنګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۴ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د کېک بوکسېنګ راتلونکو ټاکنیزو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.