کابل کې د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعدادموندنې سیالۍ پيل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د ووشو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار له ۳۶ کلبونو د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د ووشو استعداد موندنې سیالۍ پيل شوې، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
دغه سیالۍ به د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۳۸ غوره ورزشکاران وپېژندل شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ، د ووشو ملي فدراسیون سکرتر جنرال محمد خالد هوتک، د سیالیو مسوولینو، ورزشکارانو او زیات شمېر مینوالو ګډون کړی وو.
د یادو سیالیو موخه د یادې برخې بهرنیو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندل دي.