سمنگان؛ مرکز ایبک ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت د مرکز ایبک ښار په دره زندان کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې نقیب الله لومړی، حاجي فیروز دویم او علي بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.