لوګر کې د ۳۳ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ۳۳ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې په بېلا بېلو کټګوریو کې ترسره شوې، په پایله کې ۱۰ تنه ورزشکاران د لوګر د فټنس او بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د لوګرمنتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.