میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سیاب ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې سیاب ځواک لوبډلې د ۳/۱ میدان په توپیر خپلې سیالې شه.ید مزمل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې اته ورځې یې دوام وکړ.