ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د پښټون زلمیو او سپین غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پښتون زلمیو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٣ منډو هدف وټاکه. سپین غر لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ١٠٥ منډې وکړې او د ١٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.