زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سیالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې د روزي محمد، سميع الله او نوري کلبونو څخه ورزشکارانو د ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې يې روزي محمد کلب ورزشکارانو لومړی او سمیع الله کلب دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.