هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
 
              د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په باباجي ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عمري اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د شاهین اتلانو او عمري اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شاهین اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٨ منډو هدف وټاکه. عمري اتلانو لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
