کاپیسا؛ کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شکست نا پذیر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې شکست ناپذیر لوبډلې د ۸ پر ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې یاران داکترنجیم لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.