بامیانو کې د بسکټبال ۳×۳ سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ۳×۳ سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې خراسان لوبډلې خپلې سیالې اریانا لوبډلې ته د ۳۷/۲۰ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د بسکټبال ۳×۳ سیالیو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.