لوگر؛ مرکز پل علم ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پل علم ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې اتحاد لوګر لوبډلې خپلې سیالې اتفاق مرکز لوبډلې ته د ۴/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د مرکزي زون د اتلانو مقدماتي سیالیو ته د غوره لوبډلې موندل دي.