د هېواد د ورزش ادارې پلاوي د خپلو سفرونو په دوام د لغمان ولایت څخه لیدنه وکړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست تلونکي پلاوي د هېواد د ولایتونو د سفر په دوام د لغمان ولایت څخه لیدنه وکړه، چې د یاد سفر په ترڅ کې د ورزشي پروژو او اماکنو څخه لیدنه او ارزونه وکړه او د ځینو پروژو د پاتې حسابونو د نه ورکولو ستونزو او د علتونو په اړه یې د ورزشي مسوولینو، مستوفیت اړوند ادارو او قرار دادي شرکتونو له مسوولینو سره خبرې وکړې.
د ورزش ادارې تلونکو پلاوو ډله د پلان او پالیسۍ ریاست، مالي او اداري ریاست، تدارکات او د مالیې وزارت له پلاوي او مسوولینو څخه جوړه وه، چې په راس کې د ورزش ادارې حقوقي مشاور سید رسول افغاني قرار درلود.