هرات؛ زنده جان ولسوالۍ کې د هندوکش عقابان لوبډله د شېخ اینه لوړو برخو ته وختله

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د هندوکش عقابان لس کسیزه لوبډله د شېخ اینه لوړو برخو ته وختله.
یاده لوبډله د اینه غرونو ۱۴۰۰ متري په واټن لوړو برخو ته وختله او موخه یې د غرختنې فرهنګ دودول او د غرختونکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.