زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کي ترسره شوې، چې په پایله کې استاد روزي محمد نوري کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.
دا سیالې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.