دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د خزاني جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ازادي سرسنګ لوبډلې خپلې سیالې دهن قول لوبډلې ته د ۵/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
