په ننګرهار کې د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې دوه ورځې يې دوام وکړ، په پايله کې نهه ورزشکارانو د يادو سياليو برياوې تر لاسه کړې، چې په ترتيب سره حکمت الله صافي لومړی، صادق وطن دوست دويم او ذاهد الله احمدزي درېيم مقام ترلاسه کړ او د ۱۴۰۴ کال د جمناستيک د اتلولۍ جام يې خپل کړ.
