پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ اړوند پېرکوټي سيمه کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ذوالفقار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ذوالفقار لوبډلې خپلې سيالې صديق پېرکوټي لوبډلې ته د ۵ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ او په پای کې د مسؤلينو لوري؛ لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
