د کابل فوټبال لومړۍ درجې ليګ د داودزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org2_admin
Mon, Dec 01 2025 1:54 PM
د کابل فوټبال لومړۍ درجې ليګ د داودزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د هېواد ورزش ادارې عمومي رياست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کابل فوټبال لومړۍ درجې ليګ سيالۍ د داودزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د ۴۸ ورځو په موده کې د هېواد ورزش ادارې په غازي سټډیوم کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې داودزي لوبډلې لومړی مقام او اټوما لوبډلې بیا دويم مقام وګاټه.

دغه راز د کابل ښار د C درجې فوټبال ازادې سيالۍ، چې درې مياشتې يې دوام وکړ د کابل ښار د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې په پايله کې د راشد کلب لوبډلې په لومړي مقام او د پامير کلب لوبډلې په دويم مقام ګټلو پای ته ورسېدې.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او نورو مسوولينو ګډون کړی و، چې ښاغلي وثیق د وينا پرمهال دغه ډول ليګونه د لوبغاړو د ظرفيت لوړونې لپاره مهم وبلله او دا يې په نړيواله کچه د لاسته راوړنو لپاره ګټور ياد کړل.

دغه راز د روشن مخابراتي شرکت د بازار موندنې مرستيال عبدالعزيز نيازي د ورزش په برخه کې د روشن مخابراتي شرکت د فعاليتونو او ملاتړ يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې موږ مخکې هم د ورزش په برخه کې د ورزشکارانو ملاتړ کړی دی او په راتلونکي کې به هم خپلو برنامو ته دوام ورکړو.

د ويلو ده، چې د دې سياليو د لومړۍ درجې ليګ اتله لوبډله د کابل غوره ليګ ته ولاړه او د C کټګورۍ فوټبال سياليو لومړي مقام او دويم مقام ګټونکې لوبډلې بیا د دې سياليو B کټګورۍ ته غوره شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS