ميدان وردگ ۱۵۰ ورزشکارانو او روزونکو ته د فکري روزنې زده کړييز سمينار پای ته ورسېد
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري په میدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت کې ۱۵۰ ورزشکارانو او روزونکو ته د "فکري روزنې زده کړييز" دوه ورځنی سيمينار پای ته ورسېد.
دا سمينار د دعوت او ارشاد رياست رئيس مولوي داد محمد بريال عطايي له لوري وړاندې شو، چې پکې ورزشکارانو او روزونکو ته ديني او فکري پوهاوی، د ورزش پر وخت د ستر عورت مراعات کول او د ورزش په ارزښت باندې بشپړ معلومات وړاندې شول.
د يادونې وړ ده، چې يوه ورځ مخکې د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې شاوخوا ۲۰۰ ورزشکارانو او روزونکو ته ورته سيمينار ورکړل شوی و.
