ننګرهار کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۲۱ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
