هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خادم یارانو لوبډلې له خپل ۱۵۷ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۴ منډو په توپیر یې خپلې سیالې برادران فیصل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
