هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آنریتدله لوري د ياد ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آريانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې آريانا لوبډلې د ١٥٠ منډو هدف دفاع وکړه او د ٢٩ منډو په توپیر يې خپلې سیالې وطن اباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې دوام وکړ.
