د فوټسال ملي لوبډلې خپله سیالي له کویټ سره مساوي کړه
د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال ٢٠٢٦ اسیایي سیالیو ته د چمتو والي په موخه خپله لومړۍ دوستانه سیالي کویټ سره ٤-٤ مساوي کړه.
افغان ملي لوبډله به سبا( د نومبر ٢٢مه) هم خپله دویمه دوستانه سیالۍ کې د کویټ پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د ویلو ده، چې د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال ٢٠٢٦ اسیایی سیالیو ته د چمتوالي په موخه، د کویټ هېواد به کوربه توب د روانې میلادی میاشتې پر ١٨مه تمریني کمپ پیل کړی او تر ٢٣مې نېټې به دوام وکړي، چې په همدې درشل کې له کویټ سره دوه دوستانه سیالۍ هم لري.
