جوزجان کې د فوټسال يووالي جام سيالۍ د صداقت نظري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sun, Dec 21 2025 1:29 PM
جوزجان کې د فوټسال يووالي جام سيالۍ د صداقت نظري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اقچه ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې څو ورځې مخکې پیل شوې وې د صداقت نظري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې صداقت نظري لوبډلې خپلې سیالې شاهين سېلاب لوبډلې ته د ۶/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټسال لوبو ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته يوه عراده موټرسايکل او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS