هلمند؛ کجکي ولسوالۍ کې د شپږو ولسوالیو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په کجکي ولسوالۍ کې له شپږو ولسوالیو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د هلمند ولایت د شمالي او جنوبي ولسوالیو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د جنوبي ولسوالیو په بریا پای ته ورسېدې.
