نیمروز؛ مرکز زرنج ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ د بکواه اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې بکواه اتلانو لوبډلې خپلې سیالې دينامت لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، د سياليو په پای غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
