هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مرکزي ځوانانو لوبډلې د ۳ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې ستاره افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
