خوست کې د ۵۰ لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند شمل خېلو سیمه کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې تڼیو الف لوبډلې د ۳۰ پر ۲۷ نمرو په توپیر خپلې سیالې اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
