جوزجان؛ مردیان ولسوالۍ کې د ۶۴ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مردیان ولسوالۍ کې د ۶۴ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې د څلورو جوړو لوبې مساوي او ۲۸ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او لومړي مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه په جوزجان کې سيمه ييزې سيالۍ را ژوندۍ کول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
