بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز مزار شریف ښار په مقیم بای ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې لومړی اخراولاق د ناصر پهلوان او دویم اخراولاق د ایوب خان پهلوان له لوري ترسره شو او خوسی یې تر حلالې دایرې ورسوه او بریاوې یې خپله کړې.
