هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت د مرکز اړوند سرې پوستې سیمه کي د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې يوه مياشت يې دوام وکړ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پايلوبه د نظري او راشد خان لوبډلو ترمنځ تر سره وشوه، لومړی توپ نظري لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۲۰۹ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې راشد خان لوبډلې د ياد هدف په مقابل کې ۱۹۴ منډې وکړې او په ۱۵ منډو يې ماتې وخوړه.
