د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

org2_admin
Sun, Mar 08 2026 10:49 AM
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

خوست ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري. دغه ولایت د هېواد د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې خلک یې په ځانګړې ډول ځوانان یې له ورزش سره د ځانګړې مینې ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې په ورزش بوخت دي او ورزش یې د ځان لپاره د ژوند برخه ګرځولې ده.

د دغه ولایت د ورزش امریت د تېر په څېر په ۱۴۰۴ هجری لمریز کال کې هم د ورزش په برخه کې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د کلک ملاتړ،ښې همغږۍ او همکارۍ پر مټ غوره ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي او د بېلابېلو مناسبتونو په ترڅ کې یې زیات شمېر سترې او کوچنۍ ورزشي برنامې جوړې کړې دي.

په یاد ولایت کې ورزش د ځوانانو د تفریح او سرګرمۍ یو له مهمو برخو څخه دی او زیات شمېر ځوانان پکې په مسلکي او غیر مسلکي ډول ورزش ترسره کوي او ورزش د ځان لپاره مهم بولي.

خوستي ځوانان په کرېکټ، والیبال، فوټبال، کیک بوکسینګ، بدن ښکلا او نورو ورزشونو سره خاصه مینه لري او په دغو برخو کې په تمریناتو او سیالیو بوخت دي.

خوست ولایت کې د بېلابېلو فدراسینونو ۴۴ استاوزلۍ فعالیت لري او د بېلابېلو ورزشي رشتو په(۷۵) کلبونو کې شاوخوا ۸۰۰۰ ورزشکاران د خپلې سلامتیا او روغ صحت لپاره خولې تویوي. دغه راز په دې ولایت کې شاوخوا ۴۲۰۰۰ زره هغه ورزشکاران هم شته چې په خلاصه فضاه کې پر ورزش بوخت دي او په ټوله کې په یاد ولایت کې تر ۱۲۰۰۰۰ څخه زیات غیر رسمي ورزشکاران موجود دي چې ورزش کوي او سیالۍ ترسره کوي.

په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د خوست ولایت په مرکز متون او ولسوالیو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري(۲۱۶) المپیکي، غیر المپیکي او د دودیزو ورزشونو، ورزشي برنامې جوړې شوې دي، چې له دې جملې څخه یې ٨٤ په مرکز او ١٣٢ یې په ولسوالیو کې تر سره شوې دي.

همدارنګه په دغه ولایت کې د بېلابېلو فدراسینونو ۲۲۳۸۰ تنو ته د ۷۸ سمینارونه ترسره شوي، چې په دې کې د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د فکري روزنې اصلاحي سمینار هم شامل دی، چې په کې ۲۵۰ تنو ګډون کړی و.

دا چې د دغه ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، وخت نا وخت پکې لوې او کوچنۍ ورزشي جشنوارې او سیالۍ جوړېږي، چې د دې ولایت د اسماعیل‌خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو، د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د کیوکیشن کان او سوکیوکیشن کراټې د ۳۰م پړاو، د تڼیو ګربز صحرا کې د ۶۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالیو او د لسو ولایتونو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالیو یادونه کولی شو، چې د دې ولایت خلکو پکې په پراخه کچه ګډون کړی و.

په دې وروستیو کې ورزش ته ملي پانګه‌والو هم ځانګړې توجو کړې او د ورزش د پرمختګ او د ورزشکارانو د روحیې د لوړولو په موخه یې په بېلابېلو برخو کې ملاتړ او پانګونه کړې ده. ملي پانګوالو په ۱۴۰۴ هجری لمریز کال کې د خوست ولایت په مختفلو ورزشي برخو کې پانګونه کړې ده، چې د ملي تجار عارف وقار له لوري د ۱۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې عصري او معیاري سونا او ورزشي کمپلیکس جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودلو، د دې ولایت په مرکز کې د ۸۰۰۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د مسعود په نوم د بدن ښکلا د یو مجهز او معیاري کلب پرانیستلو، د دې ولایت په مرکز کې په لس جریبه ځمکه د نجیب تلاش خیریه بنسټ له لوري د ۲۳۴۰۰۰۰۰۰ د دوه سوه څلور دېرش میلیونه افغانیو په ارزښت د یو ورزشي کمپلیکس د جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودلو، په مامورانو کلي کې د (UNHCR) موسسې د ۲۰۰۰۰۰ دوه لکه افغانیو او د مامورانو کلي د ځواناونو د ۴۷۰۰۰ اووه څلوېښت زره افغانیو چې ټولې د ۲۴۷۰۰۰ دوه لکه او اووه څلوېښټ زره افغانۍ کېږي د والیبال میدان جوړولو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو یادونه کولی شو.

په خوست ولایت کې د ټېپ بال کرېکټ، والیبال، فوټبال او نېزه‌وهنې سربېره رزمي ورزشونه هم ځانته مینه‌وال او ورزشکاران لري، چې وخت نا وخت یې د بېلابېلو ورزشي رشتو سترې او کوچنۍ سیالۍ دخوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري برابرېږي او ګڼ شمیر ورزشکاران او مینه‌وال په کې برخه اخلي او د دغه سیالیو څخه له نږدې خوند اخلي، چې وخت ناوخت یې د ترسراوي انځورونه او ویډیو ګانې د هېواد ورزش ادارې د ټولنیزو رسنیو له پاڼو او د هېوادوالو او نورو رسنیو له پاڼو څخه نشرېږي او د زیاتو خلکو پام ځانته اړوي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS