غزني؛ واغظ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په واغظ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ګدول شمشېر لوبډلې خپلې سیالې اتحاد شمشېر لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د کوچني اختر نمانځل او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي.
