بلخ؛ مارمل ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مارمل ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې لومړی اخراولاق د فرید طوفان او دويم اخراولاق د حاجي ذکریا ګدا پهلوانانو له لوري خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او برياوې يې خپلې کړې.
