بلخ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې لومړی اخراولاق د نجیب الله بلخي پهلوان له لوري ترسره شو، چې خوسی يې تر حلالې دایرې ورسوه او بريا يې خپله کړه.
