د غزني مرکز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز په حاجي شهباز خان دوکانونو کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې واحديان لوبډلې خپلې سیالې د واليبال نيازي لوبډلې ته د ۲/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول او هڅول دي.
