کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د چهاردرې ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د دې ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې فاضل ځواک لوبډلې خپلې سيالې نوآباد لوبډلې ته د ۲۱ پر ۱۳ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ واليبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.
